ننګرهار کې محتسبینو نهه کلنه نجلۍ په بدو کې له ور کولو وژغورله

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۲۰
njat_dkhtr_9salh_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب یوه نهه کلنه نجلۍ، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د رامنځته شوې بدي د هواري په موخه یې یوه (۳۰) کلن کس ته په نکاح کړي چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا غیر شرعي قضیه، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو غوښتل چې په بدو کې یې د هغې له خوښې پرته یوه دېرش کلن کس ته په نکاح کړي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

محتسبین زیاتوي، هیڅوک نه شي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي او یا یې هم په غیر شرعي توګه په نکاح کړي. د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره  کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث زرګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۳۵
Background image

دو تن به اتهام انجام اعمال جادویی در ولسوالی چاهی ولایت بلخ بازداشت شد

دو تن که با سوءاستفاده از ناآگاهی شهروندان در ولایت بلخ اقدام به اعمال جادویی و ایجاد تفرقه‌ میان خانواده‌ها می‌کردند و از این راه پول هنگفتی نیز به دست آورده بودند، که روز گذشته توسط. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

با میانجی‌گری و توصیه‌های دینی محتسبین؛ نزدیک به ۳۰ منازعه و دشمنی در هفت ولایت‌ خاتمه یافت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و دشمنی‌ها میان اقوام و خانواده‌ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات کابل، جوزجان، بلخ،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۹
Background image

تأکید محتسبین؛ بر تطبیق فرامین شرعی و مبارزه با منکرات در نشست‌های اصلاحی با مردم

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، به‌منظور ترویج ارزش‌های اسلامی، تقویت فرهنگ عمل به احکام شرعی، اقامه معروفات، جلوگیری از منکرات، مبارزه با رسوم ناپسند و کاهش. . .

BACK TO NEWS