پکتیکا کې د امر بالمعروف مسؤلینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
njat_yk_zn_dr_pktyka.jpeg

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو هغه مېرمن له کورني ظلم څخه وژغورله چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندا د ناوړه چلند له امله د خپل پلار په کور کې اوسېدلې او بې سر نوشته پاتې وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند او د هغه د کورنۍ له ‌خوا له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخ وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره میاشت کې د مېرمنو اړوند سلګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۴۳
Background image

حل و فصل ۱۱ مورد منازعه و دشمنی در سه ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی، حل منازعات و دشمنی ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۱۱ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۳۴
Background image

رسیدگی به سه قضیه شرعی زنان در زمینه مهریه و میراث در ولایت های تخار و سرپل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به سه قضیه حقوقی و شرعی زنان در زمینه های میراث و مهریه در ولایات تخار و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۳
Background image

دو جادوگر در ولایت های بلخ و غزنی بازداشت شد

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر وسمع شکایات، در راستای حفاظت از ارزش ‌های دینی و رسیدگی به شکایات مردمی، دو تن از جادوگران حرفه‌ای را در ولایات غزنی و بلخ همراه با کتاب ‌ها و. . .

BACK TO NEWS