محتسبینو په بادغیس ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۰:۱۳
dr_lwgr_yk_jadwgr_dstgyry_shd.jpeg

د بادغیس ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په مرکز کې یو ماهر کوډګر، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې غیر شرعي دمونه کول او له خلکو څخه یې پیسې اخیستې نیولی دی.

 د امر بالمعروف مسؤلین وایي، یاد کوډګر چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې د محتسبینو له لوري نیول شوی او پر خپلو ناوړه کړنو له اعتراف وروسته د شرعي پرېکړې په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له شرکي عقایدو پاکه او د ټولنیز فساد مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز وروسته تر دې مهاله سلګونه کوډګر نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

با تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، دشمنی هشت‌ساله میان دو خانواده در ولایت نورستان پایان یافت

در پی تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، دشمنی هشت ‌ساله میان دو خانواده در مرکز ولایت نورستان که بر سر یک قطعه زمین و یک آسیاب به وجود آمده بود، بر اساس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۶
Background image

رهایی ۲۲ زن از ظلم و ستم خانوادگی و پیگیری ۲۶ قضیه شرعی آنان در۱۱ ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ادامه رسیدگی به شکایات مردم و تأمین حقوق شرعی آنان، به ۲۶ قضیه شرعی زنان در زمینه‌های مهریه، میراث و نفقه رسیدگی کرده و زمینه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۱۷
Background image

سفر کاری معین نظامی وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات به ولایت لوگر

به سلسه سفرهای ولایتی شیخ الحدیث مولوی خیرجان خیرخواه معین نظامی وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، به هدف نظارت و ارزیابی از چگونگی تطبیق قانون امر بالمعروف، نهی عن المنکر. . .

BACK TO NEWS