نورستان کې محتسبینو د نرخونو کنټرول تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۴۲
kshf_mwad_tarykh_tyr_shdh_dr_nwrstan.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نورستان ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا، په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال په زیاته اندازه  تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي، چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۰
Background image

پایان فعالیت‌ های غیرشرعی یک جادوگر با بازداشت وی در ولایت بلخ

یک زن جادوگر که از سا ‌ها به این طرف مصروف انجام کار های خلاف شریعت اسلامی مانند عمل سحر و جادوگری متوصل بود،روز گذشته ازسوی منسوبین وزارت امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۱۱
Background image

صلح و آشتی جایگزین هشت منازعه و دشمنی در پنج ولایت شد

در نتیجه تلاش‌ های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های کنر، جوزجان، بامیان، ننگرهار و کابل هشت مورد منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها به صلح و تفاهم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۲
Background image

حل وفصل ۱۰ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و دشمنی ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، کابل، جوزجان. . .

BACK TO NEWS