د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۴۵
pshtw_khbrwnh-lh_16_tr_22_hwt.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۸۲) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۰) د کورني تاوتریخوالي، (۹) د میراث، (۸) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۸) د ولور، (۵) د نفقې ورکړې، (۷) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۵) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۰) دښمنۍ او (۶۱) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۹) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

ورته مهال محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۸۰) اصلاحي ناستې کړې او په زیاته اندازه بې کیفیته او تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دې.

اصلاحي ناستې:

او وروستی خبر دا چې محتسبینو په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي، معروقاتو د اقامې، عامه ذهنیت د سمون او له ولسونو سره د همغږۍ په موخه له درې سوه څخه زیاتې  اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

حل و فصل ۵ مورد منازعه و دشمنی در ولایت های سرپل، پروان و پکتیکا

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۵ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۱
Background image

جلوگیری از نکاح اجباری دو زن در ولایت زابل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تأمین و صیانت از حقوق شرعی زنان، از نکاح اجباری دو زن در مرکز ولایت زابل جلوگیری نمودند.

مسئولان ریاست امر بالمعروف،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۲۸
Background image

رهایی ۱۱ زن از ظلم و ستم خانوادگی در سه ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات زابل، غزنی و تخار به ‌منظور تأمین عدالت، تطبیق احکام اسلامی و صیانت از حقوق شرعی زنان، به ۱۱ قضیه مرتبط با زنان که طی. . .

BACK TO NEWS