محتسبینو په بلخ او تخار ولایتونو کې دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۶
dw_jadwgr_khtrnak_dr_tkhar_w_blkh_dstgyr_shd.jpeg

 د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین وایي: دوه تنه هغه خطر ناک کوډګر یې د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکو د محتسبینو شتون د ټولنې اصلاح او سمون له پاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۲
Background image

یک جادوگر در ولایت ارزگان بازداشت شد

در پی دریافت گزارش‌ های مردمی و تلاش ‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، یک جادوگر حرفه‌ای در ولسوالی چوره ولایت ارزگان، حین انجام اعمال مغایر با ارزش‌ های دینی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

حل وفصل چهار منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در ولایت های نیمروز و سرپل

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های نیمروز و سرپل،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۴۰
Background image

بازداشت یک جادوگر در ولایت بلخ

در پی تلاش ‌های دوامدار منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین نظم عامه و جلوگیری از اعمال مغایر با شریعت اسلامی، یک جادوگر در مربوطات ولسوالی بلخ این. . .

BACK TO NEWS