د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۴۰
awwny_khbrwnh-29_tr_4_thwr_-dyzayn.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي سمون لپاره کړنې تر سره کړې دي.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۲۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۶۶) د کورني تاوتریخوالي، (۱۴) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۱) د نفقې ورکړې، (۴) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۱)  لویې دښمنۍ او (۴۹) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۸) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۶۷) اصلاحي ناستې کړې دې.

اصلاحي ناستې:

 او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې نیږدې پنځه سوه اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۷
Background image

بازداشت دو تن به اتهام استفاده از روش‌های جادویی برای فریب مردم در ولایت‌های بلخ و ننگرهار

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای حفاظت از ارزش‌های دینی و رسیدگی به شکایات مردمی، دو تن را به اتهام انجام اعمال ساحری با کتاب‌ها و اسناد مرتبط با اعمال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴۷
Background image

هیئت ریاست امر بالمعروف، ولایت سرپل از محبس عمومی این ولایت بازدید و شکایات زندانیان را استماع نمودند

هیئتی از ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت سرپل، به‌منظور بررسی وضعیت محبوسین، استماع شکایات و رسیدگی به مشکلات آنان، از بخش‌های مختلف محبس عمومی این ولایت بازدید. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۷
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS