محتسبینو په لوګر او فاریاب ولایتونو کې اووه مېرمنو ته میراث حق وسپاره

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۹
mhtsbynw_ph_lwgr_aw_faryab_awwh_myrmnw_th_myrath_hq_wsparh.jpg

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغو مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.Top

 مسؤلین وایي: یادې مېرمې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

حل وفصل ۲۸ منازعه و دشمنی میان اقوام و خانواده ها، در ۱۱ ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل‌ منازعات و خصومت ‌ها میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات تخار، بامیان،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۵
Background image

یک فروشنده مشروبات الکولی در ولایت بادغیس بازداشت شد

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت بادغیس، در ادامه تلاش ‌های پیهم خویش برای تطبیق احکام شریعت اسلامی، جلوگیری از منکرات و اصلاح جامعه، یک تن را به جرم فروش. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۵۹
Background image

بازداشت یک جادوگر در مرکز ولایت پروان

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت پروان در راستای حفظ سلامت اعتقادی و معنوی جامعه و جلوگیری از اعمال خلاف شریعت اسلامی، یک جادوگر حرفه‌ای را بازداشت نمودند.

. . .

BACK TO NEWS