د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
dydar_wzyr_sahb_ba_mrdm_nwrstan_bh_zban_pshtw_11_snblh.jpeg

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د نورستان ولایت د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د نورستان مجاهدینو د هېواد پر وړاندې د هر ډول یرغل او اشغال په مقابل کې په مېړانه مبارزه کړې او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره یې بېساري قربانۍ ورکړې دي.

شیخ صاحب همداراز مسؤولینو ته په خطاب کې وویل: «تاسو په خپلو ساحو کې د اسلامي نظام د رهبرۍ استازي یاست؛ له خلکو سره باید ښه رویه، نیک چلند، نرمښت او اسلامي اخلاق مراعات کړئ.»

شیخ صاحب مسؤولینو او مجاهدینو ته د خپلو مسؤولیتونو د درک او ادا کولو په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: «که موږ نن خپلو مسؤولیتونو ته متوجه نه شو، که نن څوک زموږ پوښتنه ونه کړي، سبا به د الله تعالی په وړاندې د خپلو مسؤولیتونو په اړه پوښتل کېږو او له دې مسؤولیت څخه د خلاصون لاره نه لرو.»

شیخ صاحب همداراز له ولسونو څخه د یووالي او وحدت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي نظام په شتون کې د قوم، ژبې، سیمې او نورو تعصباتو او تبعیضونو لپاره ځای نشته. نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د ورورولۍ، یووالي او اتفاق فضا لا پیاوړې کړي او د اسلامي نظام د ثبات او پرمختګ لپاره په ګډه هڅې وکړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي وویل چې د معروفاتو د خپرولو او له منکراتو څخه د مخنیوي مسؤولیت یوازې د یوې ادارې نه، بلکې د ټولنې ګډ مسؤولیت دی. همداراز شیخ صاحب له مسؤولینو او عام ولس څخه وغوښتل چې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره ګډ کار وکړي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي نظام له اساسي موخو څخه یوه هم د شریعت د احکامو نافذول او عملي کول دي؛ له همدې امله باید د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تطبیق په برخه کې جدي اقدامات ترسره شي او د ټولنې د اصلاح لپاره لازمې هڅې وشي. چې دا کار لومړی علماء کرام، متنفیذین، او مخور خلګ کولی شي.

شیخ صاحب په پای کې د نظام او ولس ترمنځ د متقابل مسؤولیت او خدمت پر اړیکه ټینګار وکړ او ویې ویل: «نظام له ولس څخه عبارت دی او ولس له نظام څخه عبارت دی؛ موږ ستاسو خادمان یو، نه حاکمان.»

نوموړي د اسلامي نظام د مسؤولینو او ولسونو ترمنځ د متقابل اعتماد، همکارۍ، ورورولۍ او ښه چلند پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د ټولنې د اصلاح او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۷
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

جلوگیری از دو مورد نکاح اجباری در ولایت پروان و فراهم‌شدن زمینه ازدواج یک زوج جوان در ولایت غزنی

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات از دو مورد نکاح اجباری در ولسوالی‌های بگرام و سیدخیل ولایت پروان جلوگیری کرده و در رویدادی جداگانه، زمینه ازدواج شرعی یک زوج جوان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۰
Background image

بازداشت یک تن به اتهام جادوگری در ولسوالی اشکمش ولایت تخار

در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، جلوگیری از منکرات و تأمین نظم و اصلاح امور اجتماعی، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، یک تن را به اتهام انجام اعمال جادوگری در. . .

BACK TO NEWS