کونړ کې محتسبینو له ځوانانو سره د همغږۍ او فکري سمون په موخه ناسته وکړه
د کونړ ولایت محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ، ناوړه دودونو د مخنیوي، فکري سمون، په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناسته وکړه.
د محتسبینو له لوري د همغږۍ په موخه په دې جوړه شوې ناسته کې چې ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود محتسبینو په ټولنه کې د ځوانانو پر اهمیت، د ځوان نسل د سالمې روزنې او په اسلامي نظام کې د ځوانانو د ونډې په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل، چې ځوانان مو په اسلامي روحيه، دیني او عصري علومو سمبال د اوسني عصر د غوښتنو سره سم د هېواد ، ولسونو، نظام او ټولني خدمت وکړي څو په ټولنه کې د شته بدیو مخه ونیول شي.
دغه راز د ناستې ګډون والو هم ژمنه وکړه، چې د اسلامي نظام، ټولني خدمت او د ځوان نسل د فکري سمونه پّ برخه کې به خپلې هڅې درېغ نکړي او د داسې ناستو جوړول یې له اسلامي نظام سره د ولسونو د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.
