یو تن محتسب: ښوونکي باید خپل مسؤلیت هغسي ادا کړي لکه څنګه چې ښایي.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۹:۲۰

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونواورېدو ریاست د ولسوالیو مسؤلینو د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو له ځایي خلکو سره وکتل.

چې په یادو لیدنو کې د اسلامي نظام پر اهمیت او هدف او همدا شان د امر بالمعروف په ارزښت او نورو مهمو موضوعاتومسؤلینو مفصلې خبرې وکړې.

چې د یاد ولایت دا مر بالمعروف مسؤلینو د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړې او په خبره یې چې دا نظام د شهیدانو په وینو تر موږ او تاسې رارسېدلی نو موږ ته نه ښایې چې د شهیدانو له وینو سره خیانت وکړو.
او په خبره یې چې دا نظام د الله ج نعمت دی او په موږ باندې ددې نعمت شکران فرض دی چې باید ادا یې کړو.
همدا زار یې له مسؤلینو وغوښتل چې لومړی باید دوی ځانونه له منکراتو او او بدیو وساتي په همدې ډول به مو تر لاس لاندې کسان هم ستاسي لار تعقیب کړي .

همدا راز یې د یادو ولسوالیو په امرانو غږ وکړ چې دشاګردانو په ذهن سازۍ کار وکړي او هغوی په یو اسلامي فکر وروزي ځکه هم دا ماشومان زموږ راتلونکی ده که دا راتلونکی خدای مکړه خراب شي او په پردي فکر سمبال شي نو بیا ټولنه د بقا پر ځای د هلاکت او نابودۍ خواته روانه ده .

په همدې تړاو یې خلکو ته وویل چې خپل او د کورنۍ غړي مو باید یو اسلامي لباس پر تن کړي ځکه چې حجاب د نارینه او ښځینه تر منځ د حد معلومول دي چې هر څوک باید پخپل حد کې واوسي او که په ټولنه کې همدا اسلامي اصل عملي نشي نوپه ټولنه کې به د هیچا عزت او ابرو خوندي نه وي.
همدا راز د یادو ولسوالیو مسؤلینو په ځایې خلکو غږ وکړ چې د سلامي امارت مرسته او کومک وکړي چې خلکو ورته د هر ډول مرستې او هماري ډاډ ورکړ .
او هېره دې نه وي چې د روزنیزو لیدنو دا لړۍ د هیواد په ډېری سیمو کې روانه ده او د خلکو له درانه هرکلي سره مخ شوې.
۱۴۴۳/۹/۲۵

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۶
Background image

یک جادوگر در ولایت در میدان وردک بازداشت شد

یک تن به اتهام انجام اعمال خلاف شریعت اسلامی، از جمله سحر و جادوگری، در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، از سوی منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات بازداشت گردید.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۱
Background image

نشست هماهنگی برای ترویج حجاب اسلامی در ولایت سرپل برگزار شد

مسئولین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شایات در ولایت سرپل، به منظور تقویت فرهنگ حجاب اسلامی، نشست مشترکی را با حضور والی، علمای دین، بزرگان قومی و جوانان این ولایت برگزار. . .

BACK TO NEWS