شیخ محمد خالد (الحنفي): رسنۍ د منبر حیثیت لري، مسئولین یې باید د دین د خپراوي هڅه وکړي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۱:۱۸

شیخ محمد خالد (الحنفي)  نن ورځ د کاپیسا ولایت کې یوې سترې ولسي غونډه کې چې د ولایت والي قاري احسان الله بريال، امنيه قومندان مولوي ضياءالحق حامد، د استخباراتو رئیس قاري عابد او نورو ولایتي مسئولینو شتون درلود ګډون وکړ.

شیخ محمد خالد (الحنفي) غونډې ته په وینا کې و ویل: دا چې شل کاله وړاندې د دغه ملت هر د اشغال مخالف وګړي ته مرګ او یا زندان انتخاب شوی و خو د دې ملت بچیانو د سرونو په قرباني سره نظام ترلاسه او اشغال ته خاتمه ورکړه او ازادي یې ترلاسه کړه دا د خوښۍ ځای دی چې نن د الله په نصرت سره ازادي ترلاسه او اسلامي نظام واکمن دی.

هغه همدا راز و ویل: تیر شل کاله د فزیکي اشغال ترڅنګ فکري اشغال هم حاکم و، د منکراتو د ترویج لپاره هڅې کیدې خو دا چې اوس د هیواد په لر او بر کې اسلامي قوانین تطبیقیږي دا د شکر ځای دی.

همدا راز یې د رسنیو مسئولینو ته په خطاب کې و ویل: رسنۍ د منابرو حیثیت لري،دوی هم باید له دغې لارې د دین د خپراوي کوشش وکړي یو له بل سره باید همکاري وکړو.

شیخ محمد خالد امارتي مسئولینو ته و ویل: اې مسئولینو مونږ تاسو هغه خلک یو چې د یوې ناستې ځای مو نه درلود اوس چې واکمنان یو دا د دې ملت د شهيدو بچیانو د قربانۍ برکت دی، پر دې ملت رحم وکړئ او د شفقت لاس پرې راکش کړئ،

هغه دزیاته امربالمعروف مسئولینو ته و ویل: دلته نږدې یو نسل اشغال حاکم و خلکو باندې په زور حکمونه مه تپئ، بلکې د خلکو ذهن سازي وکړئ، د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په نوم څوک مه تحقیروئ، خلکو سره ښه سلوک کوئ.

د محتسبینو په اړه یې زیاته کړه چې محتسب باید، فاضل عالم، امین، صادق، مخلص، زیرک کس وي داسې چې په تقوی یې جامعه هم متفقه وي، هر کس د احتساب صلاحیت نلري، ځکه هغه ته د ټولنې اصلاح ور تر غاړې ده باید په ټولو حسنه صفاتو متصف وي.

ملت ته د حکومت د اصلاح په اړه په خطاب کې یې و ویل:اې ملته که تاسو څه په نظام کې د شریعت خلاف وینی په زغرده یې و وایئ محافظه کاري مه کوئ، د نظام د تعمیر په خاطر سالمه نیوکه مو حق دی، مخامخ یې مسئول ته و وایاست.

نوموړي د خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هر څوک د امارتي کس په نوم له ملت سره ناسم چلند کوي مظلوم دې په زغرده د امر بالمعروف وزارت د شکایاتو برخې ته مراجعه وکړي دا برخه د همدې لپاره جوړه شوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، با عزم راسخ، برنامه‌ ریزی دقیق و اتکاء بر همکاری مردم و علمای دین، در مسیر ساختن جامعه‌ای متعادل، امن و مبتنی بر ارزش ‌های الهی در این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

یک کودک چهار ساله از حبس‌ خانگی پدرش در لغمان آزاد شد

یک طفل چهار ساله در شهرمهترلام در مرکز ولایت لغمان که مدت ‌ها در خانه با زنجیر و شرایط بد نگهداری می ‌شد، با تلاش‌ های ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات این ولایت، از حبس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۳۳
Background image

کاهش مهر دختران و جلوگیری از مصارف گزاف در محافل عروسی با تلاش های محتسبین در ولایت سرپل

محتسبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت سرپل، در راستای تأمین و دفاع از حقوق شرعی زنان و با اجرای برنامه ‌های دعوتی و ارشادی مؤثر، نقش برجسته‌ای در کاهش میزان مهر. . .

BACK TO NEWS