شیخ محمد خالد (الحنفي) د افغانستان لپاره د سولې انسټیټیوټ مشر سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۵

نن چهارشنبه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) او ورسره د یاد وزارت د پالیسي او مسلکي معینیت معین شیخ محمد فقیر صاحب د افغانستان لپاره د اروپا د سولې انسټیټیوټ مشر ماريان زومبیلو او د یاد انسټیټیوټ مشاور فرانسوا ګوتاما سره وکتل.

شیخ محمد خالد (الحنفي) لومړی ورته ښه راغلاست و ویل، چې هغوی هم د ملاقات د وخت ورکولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی له کلونو راهیسې د سولې برخه کې کار کوي، مختلفو لوریو سره اړیکې او ناستې لري؛ خو اوسنی د امنیت فرصت یې بې ساری وباله.

 دوی همدا راز د شخصیتونو د بیرته راغوښتلو کمیسیون یادونه هم وکړه چې دا یو مهم ګام دی راستنېدونکو اشخاصو ته باید زیاته توجه وشي او دا کمیسیون کولی شي افغانانو سره کومک وکړي.

سرپرست وزیر شیخ محمد خالد د هغوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې امنیت په جنګ نه بلکې په سوله راتلی شي، زمونږ لوړ هدف هیوادوالو ته امنیت او په سوله کې ژوند کول دي، د امیرالمؤمنین له عفوې وروسته د مقابل لوري هیڅ غړي ته مزاحمت نشته.

هغه زیاته کړه د افغانستان امنیت د ټولې نړۍ په ګټه او نا امني یې په زیان دی ټول باید هڅه وکړو چې راغلی امنیت دائمي شي.

شیخ محمد خالد و ویل تر اوسه د کمیسیون له لارې (۴۹۱) کسان بیرته راغلي چې د ټولو امنیت خوندي ده، هغه کسان چې د جګړې خبرې یا هڅې کوي هغوی ته هم لمن غوړوو چې راشئ دا دربدره هیواد راپورته او پرمختګ لپاره یې فکر وکړو.

افغانستان لپاره د سولې انسټیټیوټ مشر مارینا زمبیلو و ویل: ستاسو لاسته راوړنې د ستايلو وړ دي، نړۍ باید په افغان دولت فشار له راوړلو څخه لاس واخلي او پرېږدي چې افغان حکومت او ملت خپل تصمیمونه په خپله ونیسي.

په پای کې سرپرست وزیر د هغوی د سولې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې دغه کار ستره حوصله غواړي، او ورته یي وویل، چې تاسو باید هر څه په سمه توګه ترسره او سرته ورسوئ، نړۍ پوهیږي چې د افغانستان لپاره د اسلامي امارت بدیل له هیڅ اړخه نشته نو د تعامل لار باید غوره او کار پرې وشي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۶
Background image

یک جادوگر در ولایت در میدان وردک بازداشت شد

یک تن به اتهام انجام اعمال خلاف شریعت اسلامی، از جمله سحر و جادوگری، در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، از سوی منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات بازداشت گردید.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۱
Background image

نشست هماهنگی برای ترویج حجاب اسلامی در ولایت سرپل برگزار شد

مسئولین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شایات در ولایت سرپل، به منظور تقویت فرهنگ حجاب اسلامی، نشست مشترکی را با حضور والی، علمای دین، بزرگان قومی و جوانان این ولایت برگزار. . .

BACK TO NEWS