د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د ولایتي سفرونو په دوام پکتیکا ته ولاړ

org_admin
Wed, Sep 11 2024 2:02 PM

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي، همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه د یو رسمي سفر پر ترڅ کې د پکتیکا ولایت له ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي جوړې شوې ناسته کې د اطاعت پر ارزښت وغږېد او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو پورې رسولو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي همداراز د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له لاسته راوړنو او کړنو څخه د یادونې ترڅنګ ټینګار وکړ چې مسؤولین او دیني عالمان دې د ټولنې په اصلاح کې د محتسبینو سره همکاري او همغږي وکړي.

ښاغلي محمدي ډاډ ورکړ چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په تدریجي ډول د معروفاتو دودولو او منکراتو مخنیوي ته ژمن دی او یاده برخه کې به د هېڅ ډول هڅې درېغ نکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ښاغلي محمدي په ورتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو او اصلاح راوستلو لپاره د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر شتون اړين دی.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د مشرتابه له لوري صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې شیخ محمدي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د چارو ښه ترسراوي، د نوي قانون لا ښه پلي کېدو او همغږۍ په موخه اړینې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې د نوي قانون په رڼا کې مخته یوسي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS