د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال د ولایتي سفرونو په دوام پکتیکا ته ولاړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۲

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي، همغږۍ او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه د یو رسمي سفر پر ترڅ کې د پکتیکا ولایت له ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.

د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي جوړې شوې ناسته کې د اطاعت پر ارزښت وغږېد او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو پورې رسولو ته ژمن پاتې شي.

نوموړي همداراز د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له لاسته راوړنو او کړنو څخه د یادونې ترڅنګ ټینګار وکړ چې مسؤولین او دیني عالمان دې د ټولنې په اصلاح کې د محتسبینو سره همکاري او همغږي وکړي.

ښاغلي محمدي ډاډ ورکړ چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په تدریجي ډول د معروفاتو دودولو او منکراتو مخنیوي ته ژمن دی او یاده برخه کې به د هېڅ ډول هڅې درېغ نکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو د ښاغلي محمدي په ورتګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو او اصلاح راوستلو لپاره د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر شتون اړين دی.

نوموړو همدارنګه ډاډ ورکړ چې د مشرتابه له لوري صادر شویو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو ته ژمن دي.

هېره دې نه وي چې شیخ محمدي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د چارو ښه ترسراوي، د نوي قانون لا ښه پلي کېدو او همغږۍ په موخه اړینې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې د نوي قانون په رڼا کې مخته یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۲۸
Background image

بادغیس ولایت کې هغه کس ونیول شو چې د نبوت دعوی یې کړې وه

د بادغیس ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د قادس ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه کس، چې د نبوت دعوه یې کوله، نیولی دی.

د مسؤولینو په وینا، یاد کس ادعا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۸
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۳۸) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، پکتیا، جوزجان، فاریاب، نیمروز، سرپل او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي رئیسانو ته يو ورځنی سیمینار جوړ شو

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له خوا د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو، د شکایتونو اورېدلو آمرینو او د مالي او اداري برخې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې، لا ښې همغږۍ. . .

BACK TO NEWS