د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر، په قطر هېواد کې د ا.ا.ا سفیر سره وکتل

org_admin
Wed, Jan 15 2025 2:21 PM

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپل کاري دفتر کې په قطر هېواد کې د ا.ا.ا سفیر سهیل شاهین سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ښاغلي شاهین او مل پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د یاد وزارت د لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت ونډې او ارزښت په اړه خبرې وکړې.

شیخ الحنفي صاحب د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنو،، لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت مثبت ارزښت او په دې برخه کې د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي شیخ صاحب څرګنده کړه چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت موخه یوازې د اسلامي شریعت پلي کول ترڅنګ د ټولنیز بدلون او ثبات راوستل دي، هغه همداراز د ښاغلي شاهین صاحب څخه وغوښتل ترڅو د نړیوالو ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د وزارت د فعالیتونو په اړه رښتیني معلومات خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

 بلخوا سهیل شاهین د بهرنیو رسنیو له‌خوا د افغانستان په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل، هغه څه چې د رسنیو له لوري نړیوالو ته وړاندې کېږي د حقیقت خلاف دي او مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي ترڅو په ټوله کې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د دې وزارت غلط انځور تر نړیوالو ورسوي.

ښاغلي شاهین همداراز ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د خپل موقف او اړیکو څخه په ګټه اخیستنې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو وزارت ریښتینی انځور تر نړیوالو ته ورسوي.

هیره دې نه وي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د کاري چارو لاښه ترسراوي او مثبتو پايلو په اړه له یو بل سره د نظرونو تبادله او مشورې شریکې کړې.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS