د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

fazli_admin
Tue, Feb 18 2025 1:46 PM
وزارت امربالمعروف

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شيخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او مل پلاوي سره د همغږۍ او د همکاریو پیاوړتیا په موخه په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پيل کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنلارو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړل.

ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه؛ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د اسلامي اصولو په رڼا کې جوړ شوی دی او د ټولنې معنوي اړخونو پیاوړتیا لپاره یې پلي کول اړين دي.

شيخ صاحب همداراز د اسلامي همکاریو سازمان او امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یاد سازمان کولی شي چې د اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

ورپسې په افغانستان کي د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د ځیني نړیوالو رسنیو او ادرسونو له لوري د یاد وزارت پر وړاندې نیوکې له حقیقت څخه لرې وبللې او ویې ویل چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي ټولنې اساسي اړتیا ده.

ښاغلي بخیت همداراز د یاد وزارت کړنې او لاس ته راوړنې وستايلې او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS