په روزګان، خوست او غزني ولایتونو کې درې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې

fazli_admin
Mon, May 05 2025 9:16 AM
mage cannot be loaded.

د روزګان، غزني او خوست ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا، په یادو ولایتونو کې درې مېرمنې د خپلو کورنیو له فزیکي او رواني زورونې ژغورلي دي.

د محتسبینو په وینا یادې مېرمنې د خپلو کورنیو له لوري له شدید فزیکي او رواني زورونې سره مخ وې، چې محتسبینو د قومي مشرانو او ځایي مسؤولینو په ملتیا له تاوتریخوالي وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادولو ده چې محتسبینو د یادو مېرمنو کورنیو ته د ښځو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړي او له هغوی یې ژمنه اخیستې څو له دې وروسته له تاوتریخوالي لاس پر سر شي.

همداراز محتسبین ټینګار کوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړي څو د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او تر دا مهاله یې د ورته زرګونو پېښو مخنیوی کړی دی.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS