په پکتیا او غزني ولایتونو کې څلور مېرمنې له (۱۱) او پنځه کلن کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Thu, May 08 2025 10:03 AM
pktya_aw_ghzny_d_myrmnw_hqwq_

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا ولایت محتسبینو د دې ولایت په پټان ولسوالۍ کې، د ټولنې اصلاح او د مېرمنو حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له ( ۱۱ ) کلن کورني  تاوتريخوالي وژغورله.

د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست د مسؤولینو په وینا، یاده مېرمن چې د خپلې کورنۍ له لوري له فزیکي او رواني زورونې سره مخ وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د کورنۍ غړو ته یې د مېرمنو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل او له هغوی یې ژمنه واخیسته تر څو په راتلونکي کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.

 محتسبین زیاتوي: د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند تر سره کول د اسلام په مبارک دین کې ناروا بلل شوي دي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

ورته مهال د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په یوه بل اقدام کې په ده یک، زنه خان او مقر ولسوالیو کې درې مېرمنې چې له کورني تاوتریخوالي، فزیکي او رواني زورونې سره مخ وې وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یادولو ده، چې محتسبینو د یادو مېرمنو کورنیو ته د مېرمنو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل او له هغوی یې ژمنه واخیسته چې په راتلونکي کې د داسې او ورته ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS