په پکتیا او غزني ولایتونو کې څلور مېرمنې له (۱۱) او پنځه کلن کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۳
pktya_aw_ghzny_d_myrmnw_hqwq_

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا ولایت محتسبینو د دې ولایت په پټان ولسوالۍ کې، د ټولنې اصلاح او د مېرمنو حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له ( ۱۱ ) کلن کورني  تاوتريخوالي وژغورله.

د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست د مسؤولینو په وینا، یاده مېرمن چې د خپلې کورنۍ له لوري له فزیکي او رواني زورونې سره مخ وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د کورنۍ غړو ته یې د مېرمنو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل او له هغوی یې ژمنه واخیسته تر څو په راتلونکي کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.

 محتسبین زیاتوي: د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند تر سره کول د اسلام په مبارک دین کې ناروا بلل شوي دي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

ورته مهال د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په یوه بل اقدام کې په ده یک، زنه خان او مقر ولسوالیو کې درې مېرمنې چې له کورني تاوتریخوالي، فزیکي او رواني زورونې سره مخ وې وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یادولو ده، چې محتسبینو د یادو مېرمنو کورنیو ته د مېرمنو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل او له هغوی یې ژمنه واخیسته چې په راتلونکي کې د داسې او ورته ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۵۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۶
Background image

محتسبینو په بلخ او تخار ولایتونو کې دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

 د بلخ او تخار ولایتونو محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۸:۳۳
Background image

محتسبینو د هېواد په څلور ولایتونو کې (۱۳) شخړې حل کړې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو وزارت اړوند د کابل،پنجشیر، تخار او سمنګان ولایتونو محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو. . .

BACK TO NEWS