په ننګرهار، غزني او لغمان ولایتونو کې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Tue, May 13 2025 11:10 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار، غزني او لغمان ولایتونو محتسبینو پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې او د اسلام د مبارک دین په رڼا کې یې هغوی له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

یادې مېرمنې چې له تېرو څو کلنو راهیسې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د یادو ولایتونو د محتسبینو له لوري وژغورل شوې.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

باید وویل شي چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ نیږدې (۱۵۰) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بند خونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS