په روزګان کې یوه مېرمن له څلور کلن کورني بند او نیمروز کې درې میرمنې له تاوتریخوالي وژغورل شوې

د روزګان ولایت د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن د خپل خاوند له څلور کلن کورني بند او نیمروز ولایت کې درې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او فزیکي زورونې څخه ژغورلي شوي دي.
د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ محتسبینو په وینا هغه مېرمن یې ژغورلې، چې له څلورو کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري په یوه کوچنۍ او نامناسبه خونه کې ساتل شوې وه.
د هغوی په وینا یاده مېرمن د کورني بند سربېره له فزیکي او رواني زورونې او تاوتريخوالي سره مخ وه، چې د محتسبینو د پر وخت اقدام په پایله کې وژغورل شوه او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
بلخوا د نیمروز ولایت محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې درې هغه میرمنې چې د خپلو خاوندانو له لوري له ظلمونو او حق تلفۍ سره مخ وې، ژغورلي او د خپلو حقونو ترلاسه کولو زمینه یې ورته برابره کړې ده.
ورته مهال محتسبین ډاډ ورکوي کې د اسلامي اصولو په رڼا کې د خویندو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او چاته به اجازه ورنکړي، څو په ناحقه د وکړو حقونه تر پښو لاندې کړي.
یاده دې وي چې یاد کسان له لومړنیو څیړنو وروسته د شرعي پرېکړې په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤولین ټینګار کوي چې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او یاده چاره کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.