په روزګان کې یوه مېرمن له څلور کلن کورني بند او نیمروز کې درې میرمنې له تاوتریخوالي وژغورل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۱۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د روزګان ولایت د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن د خپل خاوند له څلور کلن کورني بند او نیمروز ولایت کې درې مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او فزیکي زورونې څخه ژغورلي شوي دي.

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ محتسبینو په وینا هغه مېرمن یې ژغورلې، چې له څلورو کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري په یوه کوچنۍ او نامناسبه خونه کې ساتل شوې وه.

د‌ هغوی په وینا یاده مېرمن د کورني بند سربېره له فزیکي او رواني زورونې او تاوتريخوالي سره مخ وه، چې د محتسبینو د پر وخت اقدام په پایله کې وژغورل شوه او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

بلخوا د نیمروز ولایت محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې درې هغه میرمنې چې د خپلو خاوندانو له لوري له ظلمونو او حق تلفۍ سره مخ وې، ژغورلي او د خپلو حقونو ترلاسه کولو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

 

ورته مهال محتسبین ډاډ ورکوي کې د اسلامي اصولو په رڼا کې د خویندو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او چاته به اجازه ورنکړي، څو په ناحقه د وکړو حقونه تر پښو لاندې کړي.

یاده دې وي چې یاد کسان له لومړنیو څیړنو وروسته د شرعي پرېکړې په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤولین ټینګار کوي چې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او یاده چاره کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

محتسبینو په دایکندي ولایت کې درې کوډګر نیولي دي

  د دایکندي ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

BACK TO NEWS