په خوست او کنړ ولایتونو کې محتسبینو (۳) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې 

fazli_admin
Wed, May 28 2025 8:04 AM
khwst_wlayt_.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کنړ او خوست ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي په موخه (۳)  مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې او د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي .
یادې مېرمنې، چې له تېرو څو کلنو راهیسې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د یادو ولایتونو د محتسبینو له لوري وژغورل شوې.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ټولو ناسمو دودونو مخه به نیسي چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ  وي او هیڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې په تېر یوه کال کې نیږدې(۳۲۶۱) مېرمنې له کورني تاوترخوالي او ورته ناوړه پېښو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Sun, Jun 21 2026 1:54 PM
Background image

In Zabul Province, Muhtasibs prevented a girl from being given away in a (exchange marriage) arrangement

Officials (Muhtasibs) of the Department for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in Zabul Province, in line with their social responsibility and. . .

Sun, Jun 21 2026 10:31 AM
Background image

In Nangarhar Province, Muhtasibs rescued two women from domestic violence

The inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, in Nangarhar Province have rescued two women who were. . .

Sun, Jun 21 2026 10:22 AM
Background image

In Nangarhar Province, Muhtasibs saved a woman from an un-Islamic marriage

The inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, in Nangarhar Province, in line with their commitment to. . .

BACK TO NEWS