محتسبین: د نشه یي توکو کارول یو ناروا عمل او په ټولنه کې مو حیثیت له منځه وړي

fazli_admin
Thu, Jun 26 2025 10:14 AM
frah_ahtkar.jpg

د فراه ولایت محتسبینو په دې ولایت کې د روږدیو د درملنې روغتون څخه د څارنې پر مهال هغوی سره په اصلاحي ناسته کې وویل: د اسلامي امارت مسؤلینو ته تاسې ټول د خپلو اولادونو په څېر یاست او لومړنۍ هڅه یې ستاسې روغتیا او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل دي.

محتسبینو وویل، د نشه یي توکو کارول مو په ټولنه کې حیثیت له منځه وړي او شخصیت مو داغ داره کوي. اوس په تاسې د الله جل جلاله لوی کرم دی چې د ښه ژوند کولو فرصت یې در کړ.

د محتسبینو په وینا: موږ ستاسې د معنوي جوړښت په پار له تاسې سره اصلاحي ناستې کوو تر څو تاسې په جسمي او معنوي توګه خپلو کورنیو ته روغ ستانه شئ.

دغه راز د یاد روغتون مسؤلینو د محتسبینو دغه کړنه وستایله او له هغوی سره یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامې اومنکراتو مخنیوي کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

Latest news

Sat, Sep 05 2026 3:38 PM
Background image

Ten people were arrested in five provinces on charges of engaging in witchcraft

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing the Complaints of IEA, have identified and arrested 10 individuals in the provinces of. . .

BACK TO NEWS