په بغلان کې د درې کلنۍ په عمر په بدو کې ورکړل شوې نجلۍ د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

fazli_admin
Tue, Jul 15 2025 2:02 PM
bghlan-_njat_zn_az_khshwnt_w_nkah_ajbary.jpg

د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په پل حصار ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې (۲۲) کاله وړاندې د درې کلنۍ په عمر په بدو کې ورکړل شوې وه، د دې ولایت د امر بالمعروف ریاست ته عارضه شوه، چې نه غواړي نکاح وکړي.

محتسبین وایي: پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته یې د مېرمنې د شرعي حق د ورکړې په موخه د یاد ولایت د حج اوقاف ریاست او د قومي مخورو په منځګړیتوب د دواړو کورنیو تر منځ د ۱۵۰٬۰۰۰ افغانیو په بدل کې روغه وکړه او نکاح فسخه اعلان شوه.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 2:48 PM
Background image

Resolution of Eight Disputes and Feuds in the Provinces of Kunar, Jawzjan, Bamyan, Nangarhar, and Kabul

As a result of the efforts of the personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, eight cases of disputes and. . .

BACK TO NEWS