د دعوت او ارشاد چارو د سمون لوی ریاست د ۴۶ امارتي ادارو له کارمندانو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
Tue, Aug 05 2025 8:26 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د دعوت او ارشاد چارو د سمون لوی ریاست اړوند د ۴۶ وزارتونو او خپلواکو امارتي ادارو د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري د یادو ادارو له کارمندانو سره د امر بالمعروف وزارت له لوري په امارتي ادارو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه بېلابېلې ناستې وشوې.

د یادو ادارو د دعوت او ارشاد ریاستونو مسؤلینو د مختلفو ادارو له مسؤلینو سره په ناستو کې له هغوی وغوښتل، چې خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جو کړي او ټینګار یې وکړ، چې د ولسي خلکو ستونزو او شکایتونو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د کارونو ځنډ مخه یې ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د امر بالمعروف وزارت اړوند د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو د هېواد په کچه د ټولو امارتي ادارو له مسؤلینو سره د وزارت له لوري د ټاکل شویو اصولو د پلي کولو په موخه ناستې کړې دي، چې ورسره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

 

Latest news

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS