د فراه ولایت محتسبینو تېره اونۍ د مېرمنو د حقونو اړوند پنځه بېلا بېلې قضیې حل کړې دي

fazli_admin
Mon, Aug 11 2025 10:29 AM
ph_frah_ky_bylabyl_5_qdyh_hl_shwy_dy.jpg

د فراه ولایت د امر بالمعروف ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو امریت مسؤلینو تېره اونۍ د مېرمنو د حقونو اړوند د میراث، ولور، نفقې او وورته نورو پېښو کې د مېرمنو پنځه قضیې حل کړې او یادې مېرمنې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې دي.

د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست د مسؤلینو په وینا: د یادو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته له هغه وروسته رسېدنه وشوه چې نوموړې مېرمنو د خپلو شرعي حقونو د غوښتلو پر اساس د فراه ولایت د امر بالمعروف ریاست د شکایتونو اورېدلو امریت ته عارضې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د میراث، ولور، نفقې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې شاملې دي، چې د محتسبینو په هڅو حل او یادې مېرمنې له خپلو حقونو څخه برخمنې شوې.

ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د شته منکراتو د مخنیوي په موخه له ځوانانو سره ۲۲ اصلاحي ناستې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د د ې ولایت محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار او د تاریخ تېرو موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍ والو ۵۶ اصلاحي ناستې وکړې او پر سوداګرو یې ټینکار وکړ، چې د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو له خرڅلاو ډډه وکړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS