غزني کې د محتسبینو په هڅو پنځو مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي دي 

fazli_admin
Mon, Aug 11 2025 10:50 AM
ghzny_5_myrmn_hq_wsparl_shw.jpg

د غزني  ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه د جوړ شوي قانون له مخې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د پنځو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او هغوی ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي.
د یاد ولایت محتسبین زیاتوي، چې تېره اونۍ یې د ۴۷ روغتیایي مرکزونو، ۳۵ تعلیمي مرکزونو، ۲۲ واده تالارونو، ۴۷ سلمانیو او ۱۹ ورزشي او تفریحي ځایونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د وزارت له لوري په یادو برخو کې ټاکل شوي قوانین اورولي او له هغوی یې غوښتي، چې خپلې کړنې د وزارت د اصولو پر اساس تر سره کړي.
دغه راز د یاد ولایت محتسبینو په ۵۹ بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې ځایي خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د (۱۷) مې ګڼې فرمان په اساس له هغوی غوښتي، چې د ودونو، حج او عمرې او نورو خوښیو پر مهال دې د ناوړه دودونو له کولو ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تېره اونۍ په ۲۶ بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې پکې نیږدې ۳۰۰۰ کسانو ګډون درلود د مېرمنو د حقونو، د اولاد روزنې، د والدینو احترام، نشه یي توکو د نه کارولو او نه قاچاق، سوداګریزې کړنې د اسلامي اصولو پر اساس تر سره کولو او په دې برخه کې له سود، احتکار او خیانت کولو څخه د ځان ساتنې پر موضوعاتو اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS