ننګرهار ولایت کې یوه مېرمن له ۲۷ کلونو وروسته له خپلې مور او وروڼو سره یو ځای شوه

fazli_admin
Wed, Aug 20 2025 8:53 AM
nngrhar_ywmyrmn_27_kal_wrwsth_khbl_mwr_ywkhay_shw.jpg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په هڅو یوه مېرمن له ۲۷ کالونو وروسته له خپلې مور او وروڼو سره یو ځای شوه.

د یاد ولایت د امر بالمعروف ریاست د مسؤلینو په وینا: یاده مېرمن چې له تېرو ۲۷ کلونو  راهیسې د خپلې مور کور ته له تګ څخه منع کړل شوې وه او د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس ځورول کېدله او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو د دې غیر شرعي عمل مخه ونیول شوه.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو دودونو مخه به نیسي چې له امله یې  د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ دي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت مسؤلینو د پلازمېنې کابل په ګډون د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، ولور، نفقې او خپلې خوښې نکاح تر څنګ سلګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS