په غزني او پکتیا ولایتونو کې د امر بالمعروف مسؤلینو د دوو غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی وکړ

fazli_admin
Sun, Aug 24 2025 10:04 AM
d_pktya_w_ghzny_dw_nkah_mkhnwy_wshw.jpg

د پکتیا او غزني ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په یادو ولایتونو کې د دوو غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی وکړ او یادې مېرمنې یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

په دې تړاو د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي : یادې مېرمنې چې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودونو په  اساس غیر شرعي نکاح ګانو ته مجبورې کړل شوې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د کورنیو به غړو څخه یې وغوښتل شول، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دغه راز مسولین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړې د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS