غزني کې یوه مېرمن له پنځه کلن ظلم او ځورونې وژغورل شوه

fazli_admin
Wed, Aug 27 2025 9:09 AM
dr_ghzny_yk_zn_az_khshwnt_5_salh_njat_yaft_-pshtw.jpg

د غزني ولایت د ده‌یک ولسوالۍ محتسبینو یوه مېرمن له پنځو کلن کورني تاوتریخوالي، ظلم او رواني ځورونې ژغورلې ده.

د محتسبینو په وینا، یادې مېرمنې ته نه یوازې دا چې نفقه نه ورکول کېده، بلکې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري د فزیکي او رواني ځورونې، شاقه کارونو او ظلم سره مخ وه.

محتسبین زیاتوي، چې د یادې مېرمنې خاوند یې احضار کړی او ترې ژمنه اخیستل شوې، څو له دې وروسته له خپلې  مېرمنې سره ښه چلند وکړي او د حقونو بشپړې اداینې ته یې ژمن پاتې شي.

بل خوا ځایي اوسېدونکي د یاد اقدام هرکلی کوي او وایي چې د محتسبینو ورته کړنو او اصلاحي اقداماتو خویندو ته ډاډ ورکړی، چې خپلې ستونزې په زغرده له محتسبینو سره شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست ولایت محتسبینو هم څه موده وړاندې د خپلو اصلاحي کړنو په ترڅ کې پنځلس مېرمنې له ظلم او تاوتریخوالي ژغورلې وې.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS