لغمان کې یوه جبري نکاح فسخه او په ورته قضیه کې د یوې بلې مېرمنې ته مهر ورکړل شو

fazli_admin
Sat, Aug 30 2025 9:41 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د یاد ولایت په مرکز کې د اړوندو مسؤولینو په ملتیا د هغې نجلۍ جبري نکاح فسخه کړې، چې د خپلې کورنۍ له لوري د پیسو په بدل کې داسې يو کس ته په نکاح ورکړي شوې وه، چې رواني ستونزې یې درلودلې‌.

همدا راز د یاد ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو یوې بلې طلاق شوې مېرمنې ته د هغې مهر حق ورسپارلی دی.

یاده دې وي چې ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستايي او وایي، چې د محتسبینو په شتون کې د ټولنې اصلاح او ټولنیز عدالت ټینګښت ته هیلې ډېرې شوي او ډاډ ورکوي، چې د ټولنې په اصلاح کې له محتسبینو سره بشپړ همکار دي.

د یاد ولایت محتسبین ډاډ ورکوي، چې د جبري ودونو مخنیوی، د ښځو د حقونو خوندیتوب او د ناوړه ټولنیزو رواجونو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي څو د خویندو حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS