په بغلان ولایت کې تېره میاشت د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۷ بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه شوې

fazli_admin
Tue, Sep 02 2025 9:32 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د بغلان ولایت امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاست  محتسبینو تېره میاشت د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۷ بېلا بېلې قضیې، چې پکې د میراث، ولور، نفقې، کورني تاوتریخوالي، کورني بند او ورته نورې قضیې شاملې دي، د یاد ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري حل شوې دي.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: د یادو مېرمنو بېلا بېلو قضیو ته له هغه وروسته رسېدنه وشوه، چې نوموړې مېرمنې د خپلو شرعي حقونو د تر لاسه کولو په موخه د بغلان ولایت د امر بالمعروف ریاست ته عارضې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې د یادو ۱۷ تنه مېرمنو شرعي حقوق هغوی ته وسپارل شول او د کورنیو له غړو څخه یې ژمنه واخیستل شوه، چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له کولو ډډه وکړي.

دغه راز  د یاد ولایت محتسبینو تېره زمري میاشت کې د خپلو کړنو پر مهال درې قومي دښمنۍ حل کړې او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د قومي او ژبني بدیو له کولو او پاللو ډډه وکړي او پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

د یادولو وړه ده، چې د یاد ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

Latest news

Wed, Jun 24 2026 9:51 AM
Background image

A sorcerer was arrested in Sayedabad District of Maidan Wardak Province

A man was arrested in Sayedabad District of Maidan Wardak Province by personnel (Muhtasibs) of the Department for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints. . .

Wed, Jun 24 2026 9:34 AM
Background image

Seven women were rescued from domestic abuse and oppression in the provinces of Jawzjan, Badghis, Nangarhar, Parwan, and Nimroz

Personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Jawzjan, Badghis, Nangarhar, Parwan, and. . .

BACK TO NEWS