د زابل ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت په (۱۱) ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو په تړاو اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
Sat, Sep 06 2025 9:14 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت د مرکز قلات ښار په ګډون په (۱۱) ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او خوندیتوب په موخه ناستې وکړې.

مسؤلینو په دې اصلاحي ناستو کې د غیر شرعي نکاح ګانو، کورني تاوتریخوالي، میراث او د ناوړه دودونو پر اساس د مېرمنو د ځورونې د مخنیوي په موخه ناستې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې هېڅ کوم وګړی باید د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار وانخلي.

ورته مهال د یاد ولایت مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د دې ولایت په مرکز قلات، شاجوی، شملزو او اتغر ولسوالیو کې د درې غیر شرعي نکاح ګانو مخه نیولې او یادو مېرمنو ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي.

دغه راز د دې ولایت محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو کې د قومي مخورو  په منځګړیتوب درې قومي دښمنۍ حل کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د لسګونه قضیو د حل تر څنګ زیاتې دښمنۍ او قومي شخړې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS