غزني کې د امر بالمعروف مسؤلینو یوه مېرمن له دوه کلن کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
Sat, Sep 06 2025 9:19 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې، د  دې ولایت په ده یک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له دوه  کلن کورني ظلم څخه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خپل خاوند او د هغه د کورنۍ له‌خوا له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخ وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبینو د نومړې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره زمري میاشت کې د مېرمنو (۱۲۴) بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS