د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت غونډه وشوه

fazli_admin
Sun, Sep 07 2025 2:50 PM
bnr_4.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تالار کې د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت په تړاو ځانګړې غونډه وشوه.

د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم د سیرت په تړاو جوړه شوې غونډه چې د دې وزارت د وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په ګډون پکې د دې وزارت معین صاحبانو، علماء کرامو، رئیسانو او کارمندانو ګډون درلودلو.

ناستې ته شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د پیل په خبرو کې وویل: د الله تعالی رضا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اطاعت کې ده، موږ باید د ژوند په ټولو اړخونو کې د هغه صلی الله عليه وسلم اطاعت او اتباع وکړو.

د شیخ صاحب په وینا: (هر کله که زموږ ورځنی ژوند د رسول الله صلی الله له طریقې سره سم نه وي مطمئین و اوسئ چې موږ به د الله جل جلاله د مُحبینو بنده ګانو په ډله کې نه یو.

دا د بشریت اړتیا ده، چې د هغه صلی الله علیه وسلم په طریقه خپلې ورځنۍ کړنې، سیاست، عبادت او معاملات تر سره کړي).

دغه راز شیخ صاحب زیاته کړه اسلام د هدایت او لارښوونې دین دی، مونږ ته په کار ده، چې د  ژوند په ټولو اړخونو کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم  پسې اقتداء وکړو او د ژوند هره چاره د‌ هغه صلی الله عليه وسلم له سنتو سره سمه مخته یوسو.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS