محتسبینو په غزني ولایت کې (۲) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې.

fazli_admin
Tue, Oct 21 2025 9:30 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو دوه مېرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

 د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو بدو پېښو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو په تېرو څو میاشتو کې د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS