محتسبینو په غزني ولایت کې (۲) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې.

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۳۰
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو دوه مېرمنې، چې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

 د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې د محتسبینو له لوري وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو بدو پېښو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو په تېرو څو میاشتو کې د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۴۹
Background image

غزني کې محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه.

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له دیني عالمانو، قومي مخورو او د مسجدونو امامانو سره د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو د مخنیوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۸:۵۹
Background image

محتسبینو په پکتیکا کې کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنوحقونو ته په ژمنتیا د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۱
Background image

زابل کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا، په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر. . .

BACK TO NEWS