نورستان کې د دوو ځوانو مېرمنو د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

fazli_admin
Wed, Dec 10 2025 9:26 AM
dr_nwrstan_az_dw_nkah_ajbary_jlwgyry_shd.jpg

د نورستان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په برګمټال ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال دوه هغه مېرمنې له ناخوښه نکاح ګانو څخه وژغورلې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو په اساس یې د مېرمنو له خوښې پرته په نکاح کړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه یادې مېرمنې له اجباري نکاح څخه وژغورلې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS