شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د نورستان جهادي مدرسې د فاضلانو فراغت غونډه کې ګډون وکړ

fazli_admin
Mon, Dec 15 2025 9:29 AM
whatsapp_image_2025-12-15_at_9.04.36_am.jpeg

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د نورستان ولایت د جهادي مدرسې فاضلانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ګډون پر مهال د علم په ارزښت او د علماوو پر مسؤليتونو خبرې وکړې او ویې ویل: اوس وخت را رسېدلی، چې علماء کرام د ټولنې اصلاح او د نظام د  استحکام لپاره د خپل ايماني مسؤولیت له مخې په ډاډه زړه کار وکړي.

دغه راز شیخ صاحب د اتحاد پر ارزښت خبرې وکړې او د غونډې پر ګډون والو یې غږ وکړ، چې له هر ډول قومي او ژبني تعصباتو پرته د نظام د ملاتړ لپاره کار وکړي او شته ستونزې د نظام د ټاکل شوې پالیسۍ پر اساس حل کړي چې په وینا یې (د ټولنې جوړښت او له نظام څخه دفاع ستاسې مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړئ).

 شیخ صاحب د دیني او عصري علومو پر ارزښت هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې اسلامي امارت د دیني او عصري علومو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.

د غونډې په پای کې نورو دیني عالمانو هم د دیني او عصري علومو او  اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړې او له اسلامي نظام سره همکاري یې خپل لومړیتوب یاد کړ.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS