ننګرهار کې محتسبینو د دوو کورنیو تر منځ (۵۵) کلنه دښمني چې د څلور کسانو د قتل لامل شوې وه حل کړه

fazli_admin
Sat, Jan 17 2026 4:18 PM
hl_dshmny_dr_nngrhar.jpeg

د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دیني عالمانو، امارتي مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړیتوب د قومي او ژبني دښمینو د مخنیوي په موخه په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ (۵۵) کلنه دښمني چې د څلور کسانو د مړینې سبب شوې وه حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د امر بالمعروف مسؤلینو په خبرو کې وویل: د اسلامي نظام له حاکمیت وروسته د امیرالمؤمنین حفظه الله د عمومي عفوې تګلاره زموږ ټولو لپاره لوی درس دی، چې باید د کینې او دښمنۍ څخه ځانونه وساتو او پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړو.

د هغوی په وینا: اوس چې په هېواد کې امنیت تأمین دی، پر ټولو لازمه ده، چې د یو او بل لاس ونیسي، د ورورولۍ فضاء رامنځته کړي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره کار وکړي.

دغه راز ناستې ته، په دښمنۍ کې ښکېل اړخونو، دیني عالمانو، امارتي مسؤلینو او قومي مخورو هم خبرې وکړې او پر دې جوړجاړي یي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره اونۍ (۱۵) دښمنۍ او (۴۹) وړې شخړې حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS