خوست کې د محتسبینو په هڅو یوې مېرمنې د خپلې خوښې نکاح شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Sat, Jan 17 2026 4:18 PM
dr_khwst_hq_zn_tamyn_shd.jpeg

د خوست ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر  مهال د مېرمنو حقونو ته په ژمتیا هغه مېرمن، چې څلور کاله وړاندې یې خاوند وفات  شوی و او د خسرګنۍ له لوري له پرلپسې رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه او د خپلې خوښې نکاح شرعي حق ترې اخیستل شوی وو د محتسبینو په هڅو وژغورل او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبین وایي :یاده مېرمن د خپل خاوند له وفات وروسته له تېرو څلورو کلون راهیسې له سختو کورنیو ستونزو او ناعادلانه چلند سره ژوند کاوه، د محتسبینو له لوري د شرعي اصولو په رڼا کې له کورني ظلم څخه وژغورل شوه او د خپلې خوښې شرعي نکاح حق یې تر لاسه کړ.

ورته مهال د یاد ولایت د محتسبینو په هڅو یوه بله مېرمن چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د خسرګنۍ له لوري د ولور د نه ورکړې له امله د پلار په کور ناسته وه او له سختو رواني ستونزو سره مخ وه د محتسبینو په هڅو ورته د ولور شرعي حق وسپارل شو.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS