پکتیکا کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي کړنې تر سره کړې

fazli_admin
Sun, Mar 08 2026 10:05 AM
dr_pkytka_mhstybn_bh_nrkh_ha_nzart_nmwd.jpeg

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د اړوندو ادارو په ملتیا د مرکز ښرنې په ګډون په ولسوالیو کې په بازارونو کې د سود، احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه د ګرانۍ د مخنیوي په پار له ځینو دوکانونو او تجارتي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د څارنې پر مهال هټۍوالو ته لارښوونه وشوه، چې د پخوانیو موجوده توکو بیې به د هماغه پېرلو له قیمت سره سمې تنظیموي او د حالاتو له نوم څخه په استفادې سره به نرخ لوړونه نه کوي. همداراز ټینګار وشو، چې احتکار، د توکو پټول او یا بې‌ځایه نرخ لوړول د شرعي او قانوني اصولو خلاف عمل دی او له سرغړوونکو سره به جدي چلند ترسره شي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې له یادو اصولو سرغړوونکي مسئولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي او سوداګریز ځاایونه به یې وتړل شي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS