شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي: موږ به ان شاء الله راتلونکي نسل ته بشپړ اسلامي نظام په میراث پرېږدو
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي د ولایتي سفرونو په دوام، مشرقي زون ولایتونو ته د رسمي سفر پر مهال په ننګرهار کې، د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو او متنفذینو سره د یاد وزارت د قانون په تطبیق، معروفاتو اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه.
شیخ صاحب په خپلو څرګندونو کې وویل: موږ به ان شاءالله راتلونکي نسل ته بشپړ اسلامي نظام په میراث پرېږدو او تاریخ به شاهد وي، چې موږ ته به دعاوې کېږي او په وینا یې: ټولو ته د ټولنې د سمون دروند الهي مسؤلیت را له غاړې دی، که مو په اخلاص کار و نه کړ او الهي قوانین مو تطبیق نه کړل، د قیامت په ورځ به موږ او تاسې د الله جل جلاله په وړاندې مسؤل یو.
شیخ صاحب زیاته کړه: د یرغلګرو د فکري جګړې د پالیسي لومړنی اصل دا و، چې عوام یې پر علماء کرامو بد ګمانه کول او له دین څخه یې متنفر کول. کله چې خلک د علماوو مجالس پرېږدي، نو دښمن یې په ډېره اساني تر فکري برید لاندې نیسي او مغلوبوي یې.
دغه راز شیخ صاحب دیني عالمانو او مشرانو ته په خطاب کې وویل: کله چې علماء او مشران له حکومت سره ولاړ وي، هېڅ دښمن یې پر وړاندې نه شي درېدلی او نه دښمن خپلو شومو اهدافو ته رسېدلی شي.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي تر دې وړاندې هم د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د مرکزي زون په ګډون شمالي، لوېدیځ او ختیځ زون په ولایتونو کې له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره د یاد وزارت د قانون په تطبیق کې د ګډې همکارۍ په موخه ناستې کړې دي.
