د کابل ښاري ریاست محتسبینو د څلورمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
Mon, Nov 02 2026 9:40 AM
whatsapp_image_2026

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د څلورمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو، حجاب، ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه.

محتسبینو په دې ناسته کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو او ګذر وکیلانو وغوښتل، څو په ټولنه کې د حجاب د رعایتولو او د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.

د ناستې ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو، حجاب رعایتولو، مېرمنو د حقونو پر تأمین، په کارونو کې د ګډې همکارۍ او د ټولنې د سمون په موخه د یاد وزارت له لوري د شوو سپارښتنولو د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

Latest news

Mon, Nov 02 2026 10:29 AM
Background image

In Balkh province officials have arrested a person involved in fortune-telling, along with the tools used for fortune-telling

Officials of the Ministry in Balkh Province have arrested a man accused of practicing witchcraft in Sholgara District, as part of their ongoing activities. 
The man had reportedly been. . .

BACK TO NEWS