د کابل ښاري ریاست محتسبینو د څلورمې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه
د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د څلورمې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د (۱۷) ګڼې فرمان د پلي کولو، حجاب، ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناسته وکړه.
محتسبینو په دې ناسته کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو او ګذر وکیلانو وغوښتل، څو په ټولنه کې د حجاب د رعایتولو او د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.
د ناستې ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو، حجاب رعایتولو، مېرمنو د حقونو پر تأمین، په کارونو کې د ګډې همکارۍ او د ټولنې د سمون په موخه د یاد وزارت له لوري د شوو سپارښتنولو د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.
