اروزګان؛ محتسبینو ۱۰ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

fazli_admin
Sun, Nov 08 2026 3:19 PM
whatsapp_image_2026

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د اروزګان ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۰ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې  وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یاد ولایت مسؤلینو په دې تړاو وویل: یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو سره تر اصلاحي ناستو وروسته له هغوی څخه ژمنې واخیستلې، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

Latest news

Sun, Nov 08 2026 9:36 AM
Background image

A minor girl was saved from a forced marriage through the efforts of Muhtasibs in Zabul Province

Officials (Muhtasibs) of the Directorate for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Zabul Province, demonstrating their commitment to women's rights and aiming to prevent. . .

BACK TO NEWS