اروزګان؛ محتسبینو ۱۰ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د اروزګان ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۰ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.
د یاد ولایت مسؤلینو په دې تړاو وویل: یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
محتسبینو د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو سره تر اصلاحي ناستو وروسته له هغوی څخه ژمنې واخیستلې، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.
