ارزګان کې نظامي مسؤلینو ته د ا.ا.ا مشرتابه او امربالمعروف وزارت سپارښتنې وړاندې شوې

org_admin
Sun, Apr 24 2022 9:05 AM
mopmi

۱۴۴۳/۹/۲۱

د ارزګان ولایت د امربالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د دې ولایت امنیتي حوزو نظامي مسؤلینو ته د ا.ا.ا. د مشرتابه او امربالمعروف وزارت سپارښتنې وړاندې شوې او له هغوی یې وغوښتل چې د دې سپارښتنو د پلي کولو ترڅنګ دې له خلکو سره نیک چلند وکړي.

محتسبینو همدارنګه د همدې فرمان پر اساس له مجاهدینو وغوښتل چې خپل نیتونه سم کړي او پر هغوی یې غږ وکړ چې د خپلو مشرانو انځورونه دې پر موټرو نه لګوي او د همدې فرمان په اساس په هر کنډک دیني مبالغ ګمارل شوی تر څو مجاهدین له دیني احکامو خبر کړي.

دغه راز محتسبینو د دې ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د زندان له مسؤلینو سره ولیدل او له هغوی وغوښتل چې د ا.ا.ا. له لایحې سره سم له زندانیانو سره نیک او غوره چلند وکړي.

د محتسبینو له څرګندونو وروسته د یاد زندان مسؤلینو ژمنه وکړه چې د ا.ا.ا. د مشر تابه او امربالمعروف وزارت د لایحې مطابق به له زندانیانو سره نیک چلند کوي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS